خبرونهنړۍ

ایران کې وروستی برید پاکستان سره پر پوله پلان شوی و

نړۍ، د لېندۍ ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې؛ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په زاهدان کې د راسک نظامي مرکز څخه لیدنې پر مهال ویلي، چې څېړنو ښودلې، دغې سیمه کې وروستی برید ګاونډي هېواد سره پر پوله، چې اشاره یې پاکستان ته وه، پلان شوی وو.

وحیدي په مستقیمه توګه له پاکستان څخه غوښتي چې په خپله خاوره کې د هغه په خبره تروریستي ډلو ته د مرکزونو جوړولو او فعالیت ورکولو اجازه ورنکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړي. 

د ایران د کورنیو چارو وزیر مخکې تر دې ویلي وو، چې د دغو بریدونو ترشا د اسرایلي صهیونستي رژیم لاس هم دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته