خبرونهنړۍ

ایران پر پاکستان هوایي برید کړی، اسلام اباد غبرګون ښودلی

نړۍ, د غبرګولي ۲۷ مه, بهرنۍ رسنۍ
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د ایران هوايي ځواکونو پرون سه شنبې ناوخته د پاکستان پولې سره نږدې د بلوچستان ایالت پنجګور ولسوالۍ کې هوایي او توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
ایراني رسنیو ویلي، چې برید د جیش العدل وسلوالې ډلې پر یو مرکز ترسره شوی، خو ځینو نورو رسنیو د پاکستاني چاروکو له قوله ویلي، چې برید د عامو خلکو پر کورونو ترسره شوی او پایله کې یې دوه ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
اسلام اباد دغه راز د ایران دغه برید د پاکستان د خصوصي حریم نقض بللی او ایرانی سفیر یې احضار کړی دی.
ایراني چارواکو تر اوسه رسمي څه نه دي ویلي، خو مخکې تر دې د سپاه پاسداران یو غړي ویلي وو، چې ایران کې وروستي بریدونه پاکستان کې پلان کیږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته