سیاستخبرونهاقتصادTOP

ایران له افغانستان سره د کرنې په برخه کې همکاري زیاتوي

کابل، د کب ۲مه، باختر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي، د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال ابوالفضل چمندي او د ایران د کرنې جهاد وزارت کې مدیر همتي سره وکتل.

په دې کتنه کې ایراني پلاوي په افغانستان کې د کار او پانګونې په برخه کې د ایران د حکومت او پانګوالو د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې.

د ایران د کرنې جهاد وزارت د خپلواکۍ جهاد ادارې مدیر همتي د مالدارۍ، کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ، ښوونې او روزنې، د څارویو د نسل اصلاح او لبنیاتو د پروسس په برخو کې د پانګونې لپاره د ایران د چمتووالي په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په دغو برخو کې د عملي کار پیل ته چمتو دي.

ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او بڼوالۍ په برخه کې د کار لپاره د مناسب فرصت د شتون او په دې برخو کې د کار پر اړتیا خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې موږ تل په ناستو کې ایران ګډ کار ته رابللي دي.

عمري همدارنګه وویل چې افغانستان تازه خپلواکي ترلاسه کړې، کرنې برخه کې وروسته پاتي دی او دې برخه کې باید موږ په ګډه کار وکړو او ستاسو له تجربو څخه کار واخلو ترڅو موږ هم په دې برخو کې پرمختګ وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته