ایران د ټرمپ د ترور قصد درلود

نړۍ، د لړم ۱۹ مه، پښتو خبرونه

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ایران قصد درلود له ټاکنو وړاندې د امریکا ټاکل شوی ولسمشر دونالډ ټرمپ ترور کړي، هغه ادعا چې ایران په کلکه سره رد کړې ده.

عدلیې وزارت ویلي، چې ایران د دغه کار د ترسره کولو لپاره امریکا کې دننه یو کس ګمارلی و.

د یو بل خبر له مخې؛ ټرمپ پر ایران د لا نورو بندیزونو لګولو پلان لري

والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې ټرمپ به د ولسمشر په توګه د ندې له پیل سره سم پر ایران نور بندیزونه هم ولګوي.

سرچینو ویلي، ښایي دغه بندیزونه تر ډېره د ایران پر نفتي منابعو ولګول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته