خبرونهنړۍ

ایران د اسرایلو د موساد څلور نور جاسوسان هم اعدام کړي دي

نړۍ، د سلواغې ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د اسرایلو د استخباراتي ادارې موساد څلور جاسوسان چې څه موده وړاندې د عراق د کردستان له لارې په غیر قانوني توګه ایران ته ننوتي وو او غوښتل یې اصفهان کې د دغه هېواد د دفاع وزارت اړوند د پوځي تجهیزاتو د تولید پر یو مرکز بمي بریدونه ترسره کړي او د ایران د امام زمان ګارد له لوري نیول شوي وو، نن دوشنبې اعدام شوي دي.

دغه کسان له اسرایلي رژیم سره د همکاریو، د ایران د امنیت خرابولو او موساد ته د ایران د مهمو معلوماتو د ورټولولو په تور اعدام شوي دي.

غزه کې د روانې جګړې تر پیل وروسته دا درېیم ځل دی، چې ایران د اسرایلو جاسوسان اعداموي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته