خبرونهنړۍ

ایرانی لوړپوړی ډیپلومات اسلام اباد ته تللی

نړۍ, د سلواغې ۹ مه, بهرنۍ رسنۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان د یو پلاوي په مشرۍ نن دوشنبې سهار اسلام اباد ته رسېدلی او د دغه هېواد د چارواکو له لوري یې هرکلی شوی.
ټاکل شوې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ځینو مهمو مسایلو لکه سیاسي، اقتصادي، صنعتي، تحصیلي او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
د عبدالهیان دغه سفر په داسې مهال ترسره کیږي چې دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله یو لړ امنیتي ستونزې راپورته شوې، چې د تهران او اسلام اباد ترمنځ اړیکې یې ترینګلې کړې.
ویل کیږي د دغه سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو راپورته شویو ستونزو له منځه وړل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته