خبرونهاقتصادټولنهTOP

ایراني پانګوال فراه کې د سړکونو او کانونو په برخه کې پانګونه کوي

کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر
د فراه ځايي مسوولینو په یاد ولایت کې د سړک جوړونې او کانونو په برخو کې د ایراني پانګوالو د پانګونې خبر ورکړی دی.
د یوشمېر ایراني شرکتونو مسوولینو د فراه له مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیاراو د ټولګټو چارو له رییس مولوي عبدالمالک معتصم سره په کتنه کې د سړک جوړولو او کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
پانګوالو دغه راز په خبرو کې زیاته کړې، چې اوسمهال په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او دوی کولای شي په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د فراه مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار یادو مسوولینو ته په هره برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته