ایراني پانګه وال غواړي په افغانستان کې د موټرو روغنیاتو د تولید په برخه کې پانګونه کوي

کابل، د کب ۶مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، له هغو ایراني او افغان پانګه والو سره کتلي چې غواړي په افغانستان کې د موټرو روغنیاتو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د «فومن شیمي» شرکت رئیس حمید قاسم نژاد او ورسره ایراني او افغاني پلاوي چې په ایران کې د موټرو روغنیات تولیدوي؛ په هرات کې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې او په دې برخه کې یې د یاد وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم، د یاد شرکت د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي: اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او موږ د کورنیو او بهرنیو سوداګرو پانګونې ته لیواله یوو.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان د صنعتي کولو طرحه، د وروستي کېدو په درشل کې ده چې په تطبیق سره به يې د «برانډ» امنیت خوندي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته