خبرونهنړۍ

اټومي ګواښ؛ مسکو کولی شي نړۍ کې د امریکا مخالفو ډلو ته وسلې ورکړي

نړۍ د غبرګولي ۱۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په خپلو ورستیو څرګندونو کې چې د سنپترزبورګ اقتصادي فورم په څنډه کې یې د ځینو مشهورو نړیوالو اژانسونو له مشرانو سره په ناسته کې ویلي، چې مسکو کولی شی نړۍ کې ځینو هېوادونو ته وسلې ورکړي، تر څو د امریکا پر اهدافو بریدونو کې ترې کار واخلي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې که خاورې او ارزښتونو ته یې خطر پېښ شي، نو له اټومي وسلو څخه به کار واخلي.

پوتین دغه څرګندونې وروسته ترهغې کړي، چې امریکا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو اوکراین ته اجازه ورکړه، تر څو له بهرنیو مرسته شویو وسلو څخه د روسیې دننه بریدونو کې کار واخلي.

د روسیې ولسمشر، اوکراین ته د لوېدیځ له لوري د وسلو ورکړه له مسکو سره مخامخ جګړه بللې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته