ورزش

اي -ټي -اف دتکواندو انتخاباتي سيالۍ پيل شوې .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
د اي  ټي اف دتکواندو دغوره ليګ  دسياليو دريم پړاو نن په کابل کې پيل شو.
د اي ټي اف دتکواندو فدراسيون رييس  شعيب رحماني دباختراژانس خبريال ته وويل، ددغوسياليو دترسره کولو هدف  دکابل ښار داي ټي اف دتکواندو منتخب ټيم ته دغوره څيرو پيژندل دي .
درحماني دڅرګندونو له مخې، په دغوسياليو کې  دکابل ښار له لسو کلپونو څخه سل تنه ورزشکاران ګډون لري  چې دبدني روزنې او ورزش  رياست  په زور خانه يي سالون کې سيالي وکړي
رحماني زياته کړه ددغو سياليو په پاى کې پنځلس  غوره څيرې دکابل ښار د اي ټي اف  دتکواندودمنتخب  ټيم غړيتوب ترلاسه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته