سیاست

ايټاليا له افغانستان سره زياتو مرستو ته چمتو ده

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د کورنيو چارو وزير نن په کابل کې د ايټاليا له سفير سره په کتنه کې له ډار اچونې سره د مبارزې او د تروريستانو د له منځه وړلو په لاره کې د دغه هيواد د مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي نن د ايټاليا له سفير سره په کتنه کې په افغانستان او سيمه کې د امنيتي مسئلو په باب د خبرو په ترڅ کې د ډار اچوونکو پرخلاف د مبارزې او د تروريستانو د له منځه وړلو په لاره کې د دغه هيواد د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه .
د ايټاليا سفير په هيوادکې د امنيت د تامينولو په لاره کې د کورنيو چارو وزارت پروګرامونه وستايل او ټينګار يې وکړ چې هيواد يې نه يواځې د پوليسو د منسوبينو د روزنې په برخه کې، بلکې په نورو برخوکې به هم د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته