نړۍ

ايشين ريويو : داعش په افغانستان کې ترفشار لاندې دى .

لندن- ايشين ريويو- باختر د وږي دمياشتې ١٣
دايشين ريويو خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼه کې دافغانستان په باب ليکى داسې ښکارى چې د داعش ډله په افغانستان کې تر فشار لاندې ده .
خپرونه دکارپوهانو له خولې ليکى : هغه ګوزارونه چې په دې وروستيو په داعش شوې دي دغه ډلې يې دې ته اړه کړې ده چې خپلو تکتيکونو ته بدلون ورکړي او ځانمرګو بريدونو ته مخه وکړي.
په کابل کې دجولاى دمياشتې په بريد کې چې داعش د هغه مسووليت په غاړه واخست ٨٠ تنه ووژل شول او ٢٠٠ تنه نور ټپيان شول.
ايشين ريويو ليکى :جمهور رييس غني څه ناڅه يو کال مخکې په افغانستان کې د داعش دشتون يادونه وکړه او دامريکا دکانګرس غړوته يې دګواښونو په باب خبردارى ورکړ چې داعش افغانستان او د منځنى اسيا دهيوادونو ته متوجه کړى دى.
دافغان څيړونکو دشبکې دڅرګندونو له مخې، د داعش نفوذ ډير کمزورى شوى دى او ددغې ډلې کسان چې يو وخت يې غوښتل په ننګرهار کې ځان ته اډه جوړه کړى دې ته اړ کړي دي چې يواځې په څو ولسواليو کې خپل فعاليتونه محدود کړي.
ايشين ريويو دسيمه ييزو کارپوهانو له خولې ليکى: د داعش راتلوونکى په تيره بيا دهغه له ناکامى وروسته په سيمه کې دخپل نفوذ دپراختيا لپاره ښه نه ښکاري.
دغو کارپوهانو ويلي دي داعش دخپل پايښت لپاره په سيمه ييزه کچه دګوښه شوې ډلې په توګه خپل فعاليت ترسره کوى اويا دا چې پټې سمڅې جوړوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته