سیاست

ايزديار دکندز ولايت دګمرک درييس رپوټ واوريد .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
  دسنامجلس  لومړي نايب محمد علم ايزديار نن دکندز ولايت دګمرک  درييس کاري رپوټ واوريد .
  دمشرانوجرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دکندز ولايت دګمرک رييس په دغه ګمرک  کې دسالم مديريت دجوړولو او دفساد دله منځه  وړلو او ملي سوداګرو ته دښو اسانتياو دبرابرولو لپاره دمسوولينو دنه ستړې کيدونکو هلوځلو ډاډ ورکړ .
  دمشرانوجرګې  لومړي نايب په داسې حال کې چې يوشمير سناتوران هم  حاضر و دسنامجلس  ستاين ليک دکندز ولايت دګمرک  رييس ته ورکړ او دفساد دله منځه وړلو په لاره کې يې ددولت د ټولو ارګانونو په ګډو هڅو باندې ټينګار وکړ .
دغه راز دکابل ښار دديارلسمې  امنيتي حوزې منسوبينو او د سوداګرۍ  او صنايعو وزارت يوشمير کارکوونکو له محمد علم ايزديار او دسنامجلس  له منشي عبدالله قرلق  سره په کتنو کې دقانون جوړولو ، څارنې او دخلکو داستازيتوب په لاره کې ددوى دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .
دغه راز دلوګر ولايت  داحمدزو دقوم دسراسري شورا  يوشمير غړو نن دمشرانو جرګې له لومړي نايب محمد علم ايزديار  او ددغې جرګې  له دويم نايب  ډاکتر محمد اصف صديقي سره  په جلا جلا کتنوکې ددغه ولايت ستونزې دسنامجلس له نايبانو سره طرحه کړې .
په دغو کتنوکې دوى دامنيت دتامينولو ، بيا رغونې او جوړولو ، روغتيا ، پوهنې ،  بريښنا انرژۍ ،  دپرمختيايي پروژو دتطبيق او دثبات  دټينګښت په لاره کې  خپلې سيمه ئيز غوښتنې طرحه کړې او ددغه ولايت دپوهنتون دبيا فعاليت  غوښتنه يې وکړه چې دلوړو زده کړو وزارت له خوا منظور  شوى دى اوبودجه يې هم دراتلوونکي کال په بودجه کې په پام کې نيول شوې ده .
دغه راز دوى دودانيو  دجوړولو لپاره دپل علم ښاروالۍ  له خوا دشنو ساحو دويش له امله  انديښنه څرګنده کړه او په دغو برخو کې دسنامجلس  دهمکارۍ  غوښتنه وکړه . 
وروسته  دسنامجلس  نايبانو ددوى دغوښتنو په اوريدو سره ژمنه وکړه چې دوظيفوي  صلاحيتونو له مخې دغه موارد له اړوندو ارګانونو او په سنامجلس کې له اړوندو کميسيونونو سره طرحه کوي  او دحل لارې چارې به يې ولټوي .
دغه راز دمشرانوجرګې  منشي مولوى عبدالله قرلق  دکندز ولايت  له يوشمير  مشرانو ، سپين ږيرو ، ددولتي  ادارو له مسوولينو او دپوهنتون اوښوونځيو له استادانوسره وکتل .
په دې کتنه کې يوتن برخه وال دنورو په استازيتوب  په دغه ولايت کې دامنيت دتامينولو او بيا جوړولو په لاره کې دخپلو يولړ سيمه ئيزو ستونزو دطرحه کولو په ترڅ کې وويل چې ددشت ارچي او امام صاحب  په ولسواليو  کې دناامنيو دوام ددغه ولايت دخلکو دانديښنې او نه ارامۍ سبب شوى دى .
  دغه راز ده دغير مسوولو کسانودشتون او داعش په نامه دډلې دنفوذ  يادونه هم وکړه اوپه دغو  مواردو کې يې د سنامجلس دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دمشرانوجرګې  منشي دهيواد دروانو حالاتو په باب  په خبرو سربيره  ژمنه وکړه چې ددغه ولايت داوسيدونکو غوښتنې له حکومتي مقاماتو او له امنيتي ارګانونوسره طرحه کوي او دحل  لارې چارې  به يې ولټوي .
دغه راز دکندز دمدني ټولنې يوشمير  فعالانو ، روښانفکرانو او ژورناليستانو هم په جلا جلا توګه له مولوي قرلق  سره وکتل.
په دې کتنه کې  يوتن دنورو په استازيتوب دامنيت دنشتوالي  او دکندز ولايت دخان اباد او امام صاحب دولسواليو  ديوزيات شمير اوسيدونکو دبې ځايه کيدو په برخه کې دخپلو يولړ سيمه ئيزو  ستونزودطرحه کولو په ترڅ کې دمدني ټولنې دبنسټ  له خوا دمبارکۍ لوحه ده ته وړاندې کړه او دده دبرياليتوبونو هيله يې وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته