ايران ته دپاکستان دصدراعظم سفر .

تهران  باختر دمرغومي  ديرشمه :
دپاکستان صدراعظم  نوازشريف  دايران له جمهور رييس حسن روحاني سره په تهران کې دايران او عربستان ترمنځ  دتاوتريخوالي په باره کې  خبرې وکړې .
روحاني  وويل: برجام کيداى شي  دسيمه ئيزو اختلافونو دحل اوفصل کولو  لپاره يوه الګو وي ، دتجارتي  ، بانکي او  امنيتي اړيکو  پراختيا هم ددواړو سياستوالو دخبرو موضوعګانې وې .
  دپاکستان صدراعظم  نوازشريف  پرون ديوه جګپوړي هئيت په مشرۍ تهران ته ورسيد .
ده يوه ورځ مخکې له خپل ملګري هئيت سره رياض ته سفر کړى و  .
خبرې سرچينو پخوا خبر ورکړى و چې رياض او تهران ه دشريف دسفر موخه  دايران او  عربستان  ترمنځ  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو لپاره منځګړيتوب دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته