ټولنه

ايران او هند په پنجشيرکې د بريښنا د تامينولو ژمنه وکړه

پنجشير باختر  دزمري ١١:
د پنجشير ولايت مقامات وايي چې د هند او ايران د هېوادونو يوې ډلې ديپلوماتانو دغه ولايت ته د سفر په بهيرکې ژمنه وکړه چې په پنجشيرکې دبريښنا د تامينولو په خاطر دخپلو هېوادونومرستې جلبوي .
  د پنجشير والي انجنير کمال الدين نظامي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې هلې ځلې  کوي په دغه ولايت کې د بريښنا د نشتوالي د ستونزو د څيړنې په خاطر د ايران او هند د هېوادونو مرستې جلب کړي .
د هند او ايران ديپلوماتانو په دې وروستيو وختوکې يې ژمنه وکړه چې د خپلو هېوادونو د مقاماتو پاملرنه به د دغه ولايت له خلکو سره مرستې ته جلب کړي.
د پنجشير والي وويل: دوى له موږ سره دشلو ميګا واټو بريښنا د تامينولو ژمنه وکړه چې کيداى شي دبريښنا دنشتوالي د ستونزو دلرې کولو لپاره ګټور وي .
په پنجشير ولايت کې خلک د بريښنا نشتوالى يوه جدي ستونزه بولي او په دې باور دي، که چيرې په پنجشير کې د بريښنا د تامينولو لپاره دهند اوايران ژمنې عملي شي، د دوى په ژوند کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي .
د پرمختيايي مسئلو کارپوهان وايي چې پنجشير د څپانده سيند او د اوبو د سرچينو  په لرلو سره په طبيعي ډول د اوبو د بندونو د جوړولو زمينې لري چې کيداى شي د اوبو بريښنا په توليدکې ورڅخه استفاده وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته