نړۍ

ايران او روسيې د پوځي همکاريو موافقه ليک لاسليک کړ

تهران -ايرنا – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
ايران او روسيې نن د دفاعي همکاريو يو موافقه ليک لاسليک کړ.
د ايران د دولتي خبري آژانس د خبرله مخې: دغه موافقه ليک د ايران د دفاع د وزير ډګروال حسين دهقان او د روسيې د دفاع د وزير جنرال سرګي شويګو له خوا په تهران کې لاسليک شو .
دغه موافقه ليک د روسيې او ايران د دفاع د وزيرانو ترمنځ له خبرو وروسته لاسليک شو او په هغه کې د دواړو لورو ګډوګټو ته په اشارې سره د پوځي او د فاعي همکاريو د کچې په لوړتيا او پراختيا باندې ټينګار شوى دى .
د سيمه ييزې او نړيوالې سولې امنيت او ثبات ټينګښت ، له تروريزم او بنسټپالنې سره مبارزه د دغه موافقه ليک له نورو موادو څخه دى .
سرګي شويګو تيره شپه تهران ته رسيدلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته