ايراني شرکتونه د ټکنالوژۍ د لېږد او کرنیزو تجهیزاتو د چمتو کولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري کوي
کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د کرنې او مالدارۍ معين مولوي صدراعظم عثماني، د تهران په شمسآباد صنعتي ښارګوټو کې له آدینه تولیدي ګروپ او لوله ګستر خادمي شرکتونو څخه لیدنه کړې ده.
باختر آژانس ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د وياند دفتر د معلوماتو له مخې؛ د کرنې او مالدارۍ معين د دې لیدنې پر مهال د يادو شرکتونو له مسئولینو سره په کتنه کې، له افغانستان سره د تولید او ټکنالوژۍ د انتقال په برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د ايرني شرکتونو مسئولينو هم د ټکنالوژۍ د لېږد، د مسلکي کارکوونکو د روزنې او د اړینو کرنیزو تجهیزاتو د چمتو کولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
هېر دې نه وي چې د آدینه تولیدي ګروپ او لوله ګستر خادمي شرکتونه؛ د اوبولګولو د نویو سیستمونو لپاره د پلي اټلین پایپونو او نلونو د تولید، د کیمیاوي سرې د تولید، د نباتي آفت وژونکو درملو تولید، د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو، د کرنیزو وسایلو د تولید او د کرنیزو محصولاتو پروسس او بستهبندۍ په برخو کې فعالیت کوي.