واشنګټن- دويچه وله – باختر دکب دمياشتې ٣
عسکونه شاهدي ورکوي تر عنوان لاندې دامريکا دعکاسۍ دکال دکتاب جايزه په ٢٠١٤ ميلادي کال کې ايراني عکاس مجيد سعيدي ته ورکړاى شوه.
دغه جايزه ( په جګړه کې ژوند ) ټولګي ته ورسيده چې مجيد سعيدي پکې دجګړې له کلونو څخه دستري افغانستان دخلکو ژوند پکې ثبت کړى دى .
د ( فوتو اويدنس ) يا عکسونه شهادت ورکوي دهغو عکاسانو د ستاينې هغه کلنۍ جايزه ده چې په خپل کار کې د ناخوالو او بې عدالتيو ښکارندوى ته ميړانې او ژمنۍ ته پاملرنه او ددغو ستونزو د لرې کولو لپاره هلې ځلې پکې غوره رول لري.
مجيد سعيدي په تيرو دوو کلونو کې هم ددغې جايزې ګټلو ته نوماند شوى و هغه سږ کال له څلورو تنو نور نوماندانو سره سيالي کوله خوسعيدي و چې وکولاى شول ددغو سياليو لومړى مقام وګټي.
دعکاسۍ ددغې جايزې ورکوونکي مرکز منشي اسوتلانا باچه وانوا په يوه وينا کې مجيدي سعيدي دګټوونکي په توګه اعلام کړ او ويې ويل دمجيد سعيدي عکسونه له هغو ډيرو عکسونو سره په تضاد کې دي چې په معمولي توګه يې موږ له افغانستان څخه ګورو ځکه هغه د جګړې دپيښو د ثبتولو په خاطر عکاسي نه ده کړى بلکې د خلکو ترمنځ تللى دى چې له جګړې وروسته دغه راز په پايلو سره ژوند کوي .
سعيدي نه يوازې دهغوى عسکونه اخستي دى بلکې دهغو په شان يې ژوند کړى دى . دعسکونو په دې ټولګه کې ټول انتخاب شوي کارونه هغه مستند دى چې دهغو خلکو د درد ،کړاو بى عدالتيو زړور تصويرونه دي چې کلونه يې دجګړه او سياسي شخړو دردونه او کړاونه يې په خپلو اوږو احساس کړي دي .
دفوتو اويدنس د دارلانشا داعلام له مخې : د روان کال په سياليو کې له افريقا ، آسيا، اروپا او امريکا څخه دڅه دپاسه شپيتو هيوادونو عکاسانو په پروژو سره ګډون کړى و.
په دې دوره کې دبرخه والو دعکسونو اصلي محور د نړۍ په بيلابيلو سيمو کې په انساني شئونو دتيرې مستند تصويرونه وو.
دفوتواويدنس يا عکسونه شهادت ورکوي د عکاسۍ دجايزې د مقرراتو له مخې دکال دګتوونکو آثارو ټولګه ديوکتاب په قالب کې چاپ او په ټوله نړۍ کې ويشل کيږي.
د روان کال د ګټوونکو آثارو دکتاب دپرانستلو په مراسمو کې دعکاسۍ په ګډون دمنتخبو آثارو له نندارتون سره د روان کال د اکتوبر د مياشتې په ١٦ نيټه دامريکا دنيويارک په ښارکې دپرانکس په مستند مرکز کې پرځاى کيږي.
مجيدي سعيدي په ١٣٥٢ کال کې په تهران کې زيږيدلى دى . ده عکاسي له اوولس کلنۍ څخه پيل کړې ده او په بيلابيلو ورځپاڼو کې دعکاس او دعکاس دڅانګې دمدير په توګه فعاليت کړى دى .
3 2 دقیقې لوستل