اقتصاد

ايتاليا پنځه ديرش کيلو متره سړک بيارغوي

کابل باختر د وري  پنځلسمه

  ايتاليا دهرات ولايت په  شينډنډ ولسوالۍ کې پنځه ديرش کيلومتره سړک بيارغوي .

 دفوايد عامې وزارت او دايتاليا سفارت ترمنځ  نن دهمکاري تفاهم ليک لاسليک شو .

 دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دغه تفاهم ليک دفوايد عامې دوزير نجيب الله اوژن   او په کابل کې دايتاليا دسفير  ويسانو پيشتويي ترمنځ  لاسليک شو .

 دفوايد عامې وزير ددغه تفاهم ليک  دلاسليک کولو په وخت کې وويل ايتاليا  دهرات  ولايت په شينډنډ ولسوالۍ دپنځه ديرش کيلومتره  سړک  دجوړولو په مقصد په وړيا ډول دپنځلس مليونو يورو مرسته کوي .

 ده زياته کړه ايتاليا  تراوسه پورې  له افغانستان  سره دبيا رغونې  په برخه کې دشپږ سوه مليونو يورو همکاري کړي ده چې دوه سوه مليونه يې  دسړکونو دجوړولو په برخه کې ده .

 دايتاليا سفير هم په دې وخت کې خبري وکړې ويې ويل له افغانستان سره دده  دهيواد همکاري  اوږد مهاله ده او ددغوهمکاريو سند مخکې دايتاليا ددولت او افغانستان دمقاماتو ترمنځ لاسليک شوي دي .

 دايتاليا  سفير دغه راز له افغانستان سره دخپل هيواد دمرستو بيلابيلي برخي بيان کړې  اوزياته يي کړه چې  له ميدان وردګو  څخه تر باميانو  پوري په دوه اتيا کيلومتره سړک  باندې کار روان دي او په پام کې دي چې دهرات له ښار  څخه ددغه ولايت  دچشت شريف تر ولسوالۍ پوري اتيا کيلو متره سړک بيا ورغول شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته