نړۍ، د زمري ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ
داسې حال کې چې نن دوشنبې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د روانې جګړې ۸۹۹ مه ورځ ده، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي، چې اوکراین کې د اروپا تر ټولو سترې اټومي بټۍ ژپروژیا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې د بټۍ له ځینو برخو لوګي هم پورته شوي، خو داسې نښې نه دي لیدل شوي، چې اټومي شعاع دې له بتۍ بهر ووځي.
کیف او مسکو د دغو چاودنو مسولیت یو بل ته راجع کړی.
دغه راز مسکو خبر ورکړی، چې د ورسیې خاورې ته د اوکرایني پوځيانو د ننوتلو مخه یې نیولې او همدارنګه بېلابېلو سیمو کې یې د اوکراین د پوځ ډرون الوتکې هم راغورځولې دي.