اوکراین سره د امریکا مرستې د پام وړ کمې شوې دي
نړۍ، د لېندۍ ۱۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
د روسیې د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې وروسته تر هغې چې د اوکتوبر پر ۲۵ مه د امریکا د کانګریس نوی مشر ټاکل شوی، دغه هېواد د اوکراین لپاره د مرستو هېڅ کومه بسته نه ده اعلان کړې.
وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرایلو او اوکراین لپاره د ۱۰۶ میلیارده امریکایي ډالرو وړاندیز کړی و خو په کانګریس کې یې د تصویب لپاره ملاتړ او پام خپل نکړ.
ورته وخت کې د ناټو سازمان مشر ینس سټولنټن برګ له جرمني ټلویزیوني شبکې ډاس ایرسیټ سره په وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د دغه سازمان غړي هېوادونه اوکراین ته د مرستو رسولو په برخه کې پاتې راغلي او نه شي کولی کیف ته په کافي اندازه مهمات او مرستې ورسوي.
نوموړي اوکراین کې د ماتو د ډېرو بدو خبرونو د پېښېدو اټکل کړی، زیاته کړې یې ده، چې په هر حال کې باید له کیف څخه ملاتړ وکړي.
مسکو بیا له اوکراین سره د مرستو دوام د جګړې د دوام په مانا بولي، وایي چې روانو عملیاتو ته به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو پورې دوام ورکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دې وروستیو کې ویلي، چې تر دې وروسته یې لومړی هدف اوکراین سره د لوېدیځ د مرستو کڅوړې دي، چې په نښه به یې کړي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ له روانې جګړې نږدې دوه کاله اوړي او په دغه موده کې له دواړو لوریو زرګونه کسان وژل شوي، ټپیان شوي او باید وویل شي، چې اوکراین په دغه موده کې د ختیځ ځینې ځمکې هم له لاسه ورکړې دي.