نړۍ، د وږي ۲۶ مه، بهرنۍ رسنۍ
فاکس نیوز د یوې باوري سرچینې له قوله پر ترمپ د ناکام تازه برید هڅه کوونکي نوم ریان واسلي روث یاد کړی او روشیا ټودې بیا داسې ویډیو خپره کړې چې نوموړي په کې د اوکراین په ګټه او د روسیې پر ضد جګړې ته کرایي عسکر جذبوي.
ورته وخت کې د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودوف د پوښتنې په ډول ویلي، که چېرې ثابته شي، چې حمله کوونکی د ټرمپ د وژلو لپاره د اوکراین له لوري ګمارل شوی وه، نو څه به وشي.
د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې ویلي، چې ولسمشریزو ټاکنو ته پر نوماند ډونالډ ټرمپ هغه مهال ډزې شوي، چې نوموړی د ګلف په لوبغالي کې په لوبه بوخت و.
اېف بې ای زیاته کړې، چې پېښه کې ټرمپ ته زیان نه دی رسېدلی.
ټرمپ مخکې تر دې د جولای په ۱۳ مه هم یو وسلوال برید کې ټپي شوی و.