اوکراین د لوېدیځ له لوري ورکړل شویو وسلو څخه د روسیې دننه بریدونو کې استفاده کولی شي
نړۍ، د غبرګولي ۱۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ار ټي خبري اژانس د خبر له مخې د یولسو اروپایي هېوادونو په ګډون د لوېدیځې نړۍ ۱۳ هېوادونو اوکراین ته اجازه ورکړې، تر څو د لوېدیځ له لوري ورکړل شویو وسلو څخه په استفادې روسیه کې دننه بریدونه ترسره کړي.
دغو یولسو هېوادونو کې یو هم هالنډ دی، چې تازه یې اوکراین ته له ورکړل شویو اېف ۱۶ الوتکو څخه د روسیې دننه بریدونو کې د استفادې اجازه ورکړې ده.
یادو اروپایي هېوادونو دغه پرېکړه د ځینو نورو هېوادونو له مخالفت سره سره کړې او ورسره جوخت جرمني او هنګري کې د روسیې پر ضد د ناټو د فعالیتونو په مقابل کې لاریونونه هم شوي دي.
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین تېره اوونۍ په یو خبرداري کې ویلي وه، چې اوکراین ته له یادو وسلو پر روسیې د برید په برخه کې د استفادې اجازه ورکړل شي، لوېدیځ به له بدو پایلو سره مخ شي.