اوکراین د امریکایي اوږد واټن ویشتونکي توغندي پر مټ روسیه کې دننه برید کړی
نړۍ، د لړم ۳۰ مه، بهرنۍ رسنۍ
د رویټرز او ځینو نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې اوکراین پرون سه شنبې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن تر اجازې وروسته له امریکایي اوږد واټن ویشتونکي (اې.ټي.اې.سي.اېم.اېس) توغندي څخه په استفادې روسیه کې ۱۱۰ کیلیو متره دننه د وسلو یوه زېرمه په نښه کړې ده.
روسي چارواکو دا یو شر اچونکی عمل بللی او ویلي یې دي، چې د توغندي ډېره برخه یې شنډه کړې او یو کمه برخه یې پر هدف لګېدلې، چې ډېر زیان نه لري.
وړمه ورځ رسنیو خبر ورکړ، چې د بایډن ادارې د روسیې پر وړاندې اوکراین ته د پرمختللیو وسلو او توغندیو د استعمال اجازه ورکړې ده، خو روسیي چارواکو ویلي، چې د اوکراین د دغو بریدونو ځواب به سخت او کیف ته زیان اړونکی وي.