اوکراین ته د اېف ۱۶ الوتکو د ورکړې بهیر؛ اوکراین په جولای میاشت کې ۶۰ زره سرتیري له لاسه ورکړي

نړۍ، د زمري ۱۱مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې دفاع وزارت څخه په خپاره شویو معلوماتو کې راغلي، چې اوکراین په تېره جولای میاشت کې ۶۰ زره ۶۳۰ نظاميان له لاسه ورکړي دي.

دفاع وزارت ویلي، دغه سرتیري اکثریت یې د ځانګړو عملیاتو په سیمو کې وژل شوي دي.

اوکراین په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ورته وخت کې بلومبورګ خپرونې راپور ورکړی چې اوکراین ته د لویدیځ له لوري د اېف ۱۶ جېټ الوتکو د ورکړې بهیر پیل شوی او د دغو الوتکو لومړۍ جوپه کیف ته رسېدلې ده.

سپوتنیک د روسیې دفاعي چارواکو له قوله ویلي، چې اوکراین ته د دغو الوتکو ورکړه به پر جګړې او د مسکو پر مورال اغېز ونکړي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې شاوخوا دوه نیم کاله اوړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته