خبرونهنړۍ

اوکراینیانو ته ډاډ؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کیف ته رسېدلی

نړۍ، د غوايي ۲۵ مه، بهرنۍ رسنۍ

رویترز خبري اژانس د ځینو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بېلنکن نن سه شنبې اوکراین ته تللی او ټاکل شوې د دغه هېواد له چارواکو سره کیف ته د واشنګټن د مرستو ورکړې او رسولو په اړه خبرې وکړي.

سرچینو زیاته کړې، چې بلېنکن به د دغه سفر پر مهال اوکرینیانو ته د ډاډګیرنې پیغام هم ورسوي او وبه ښيي، چې واشنګټن په هر سخت حالت کې د کیف تر څنګ ولاړ دی.

تېره میاشت د امریکا کانګریس د اوکراین لپاره ۶۱ میلیارده ډالر مرسته تصویب کړه، چې ټاکل شوې په څو پړاوونوکې به اوکراین ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو مرستو وروستۍ جوپه ۴۰۰ میلیونه ډالر ارزښت لري، چې نږدې راتلونکي کې به اوکراین ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته