اوکراين په روسيې باندې د دغه هيواد د دوو الوتکو د راغورځولو تور ولګاوه

مسکو- ريانووستى. – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
د اوکراين د ملي امنيت د شورا ويندوى اعلام وکړ چې د دغه هيواد د هوايي ځواکونو په دوو سوخو – ٢٥ ډوله جنګي جټ الوتکو د روسيې له خاورې څخه بريد شوى دى او راغورځول شوې دي.
باختر آژانس د ريانو وستي له خولې خبر راکړ: اندره ليسنکوپرون وويل چې اوکراين د حکومت مخالف ځواکونه د دافع هوا سيسټمونه چې وکولاى شي د الوتکې ووهي؛ په واک نه لري.
د اوکراين د ملي امنيت د شورا ويندوى وويل: په دغو دوو الوتکو په لوړمهارت سره بريد شوى دى او په ياغيانوکې دغه شان کارپوهان نه شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته