اقتصاد

اويا کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخسته .

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  دچاريکارو ښار د لغمانيو په کلي کې  دبريښنا دپروژي کار بشپړ او نن دپروان د والي له خوا پرانستل شوه .

 دپروان دبريښنا دحوزي رييس انجنير غلام حيدر صديقي  باختر اژانس ته وويل دغه پروژه دبريښنا شرکت او دخلکو په ونډي اخستنې سره  له بودجي څخه  ديو مليونو دوه سوه زرو افغانيو په لګښت تطبيق شوې ده .

 دخبرځاى د څرګندونوله مخې له دغې پروژې څخه دسيمي يو سلو اويا کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخيسته .

  دپروان والي داړتياو په لري کولو  کې دبريښنا دارزښت او دخلکو دونډي اخستنې په باب خبري وکړي  او دسيمي له خلکو څخه يي وغوښتل چې دخپلو سيمو په بيارغاونه پرمختيا او دامنيت په تامينولو کې ونډه واخلي .

 ددغې سيمي يو تن سپين ږيري  دنورو په استازيتوب   ددغې پروژې دتطبيق په خاطر  دددولت دپاملرنې له امله مننه وکړه او ددولت د پروګرامونو دامنيت په تامينولو  کې يې په خپل ملاتړ ټينګار وکړ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته