ټولنه

اويا تنه نجونې دمزارشريف له حسينيه دارالعلوم څخه فارغې شوې .

کابل – باختر دمرغومي  دمياشتې ٢٩
اويا تنه نجونې نن  د بلخ ولايت له حسينيه دارالعلوم څخه فارغې شوې .
دبلخ ولايت دحسينيه دارالعلوم مديرې مژګان اميرې باختر آژانس ته وويل  :
ددغه دارالعلوم دفراغت په لومړۍ دوره کې اويا تنه نجونې فارغې شوي دي.
دې  وويل په هغې غونډه کې چې له همدې امله د وحدت د اوونۍ  او دميلادالنبي د اوونۍ په  وياړ په مزارشريف ښارکې جوړه شوې وه  په دغو فارغانو د  فراغت سندونه  وويشل شول .
اميرې زياته کړه  موږ  دټولنې د اړتيا  له مخې دنهمو ټولګيو نجونې ددغه دارالعلوم په لسم ټولګي کې جذبوي  او هغوى د ديني علومو ، تجويد او د  قرآن کريم  دښه تلاوت په څانګو کې له څلورو کلونو زده کړې   وروسته له څوارلسم ټولګۍ څخه فارغيږي  او زياتره يې په ښوونځيو کې د ديني علومو  دښوونکو په توګه ګومارلې کيږي.
خبرځاى زياته کړه   اوس   درې سوه شپيته تنه   نجونې په  دغه   دارالعلوم کې په زده کړې بوختې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته