نړۍ

اويا تنه تروريستان په سوريه کې ووژل شول

دمشق  باختر دوږي  دولسمه :
د حلب ښار د آزادولو لپاره د سوريې د اردو د عملياتو په نوي پړاوکې چې درې اوونۍ مخکې د روسيې په هوايي ملاتړ پيل شو؛ څه ناڅه ٧٠ تنه تروريستان وژل شوي دي .
د ايرنا دخبري سايټ دخبر له مخې :
د حلب ښار په بېلابېلو سيموکې د سوريې دپوځيانو د عملياتو په بهيرکې  تروريستانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى او د تروريستي ډلو يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه تللي دي .
  د همدې خبر له مخې: د سوريې د ځواکونو په هوايي بريدونوکې په دوما _ الريحان واټ کې په نيمه درندو وسلو له څو سمبالو موټرو سره د تروريستانو په يوه پوځي کاروان يرغمل وشو چې په دغو عملياتوکې هم څو تنه تروريستان ووژل شول. 
تر اوسه پورې د حلب د سيمې د تروريستي ضد عملياتو په بهيرکې تروريستانو ته د سر د درندو زيانونو په اوښتو سربيره چې شمېر يې ٢٥٠٠تنه بلل شوى دى؛ يو زيات شمېر نورکسان ټپيان  شوي او د تروريستانو استحکامات، زغره وال  وسايط او د جنګي  وسايلو ډيپوګانې له منځه تللې دي.
  د روسيې د حکومتي ټلويزيون دويمې شبکې څه موده مخکې حلب ته څېرمه  د سوريې د پوځيانو په ګډو عملياتو او د روسيې په هوايي بريدونوکې د وژل شويو  تروريستانو شمېر ٢٠٠٠ تنه اعلام کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته