اووويشت درملتونونه او روغتيايي مرکزونه وتړل شول .

کابلباختر د جوزا٦
په کابل ښار کې نن اووويشت خصوصي مرکزونه او درملتونونه وتړل شول.
دغه مرکزونه دعامې روغتيا وزارت له مقرراتو څخه دسرغړونې په نسبت دټا کلي مودې لپاره تړل شوي دي .
دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي قوانينو دتطبيق دڅيړنې رئيس ډاکتر سيدابراهيم کامل دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه مرکزونه دسرغړونو له امله تړل شوي دي .
ده زياته کړه، له هغې څيړنې وروسته چې ددغه رياست دهيات له خوا دتيرې يوې اوونۍ په بهير کې ترسره شوي دي دري ويشت درملتونونه ديومعالجوي کلينيک سرغړونکي څانګې اودډاکترانو درې کتنځي چې دعامې روغتيا وزارت له مقرراتو څخه يې سرغړونه کړې وه تړل شوي دي .
ده زياته کړه، دري پنځوس قلمه تيرتاريخ او بې کيفيته درمل هم په همدې موده کې له درملتونونو څخه راټول کړى شوي دي.
ډاکترکامل زياته کړه ،ددوو لا براتوارونو مسولينو ته دسرغړونې له ا مله ليکلي اخطار ورکړشوى دى.