کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٣
د ملي پوليسو ځواکونو پرون د هيواد په اتو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونو په بهير ٤٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه د ننګرهار، تخار، کندز، بدخشان، قندهار، روزګان، پکتيکا او د پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ٤٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې ١٨ تنه نور د ملي پوليسو د ځواکونو له خوا ونيول شول.
په دغو فعاليتونوکې يوه اندازه جنګي وسايل هم د ملي پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ