امنیت

اووه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٩
امنيتي ځواکونو د هيواد په ځينو ولايتونوکې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٥٧ تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ:  امنيتي ځواکونو د کندز او لوګر په ولايتونو او د پکتيکا د خيرکوټ ، د غزني د اندړو او د قندهار د  ميوند د ولسواليو په مربوطاتوکې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٥٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، ١٤ تنه ټپيان او ٢ تنه نوريې د امنيتي ځواکونو له خواونيول شول .
د يادونې وړ ده چې په وژل شويوکسانوکې د دغې ډلې يو شمېر قوماندانان هم شامل دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو د لغمان ، کندز او د نيمروز د ولايتونو په مربوطاتوکې اووه ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته