امنیت

اووه ويشت تنه پاکستانيان د هيواد د سرحدي پوليسو له خوا د ډار اچوونکو فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې  ٧
اووه ويشت تنه پاکستانيان په دې وروستيوکې د هيواد په يوې سرحدي سيمه کې د کورنيو چارو وزارت د سرحدي ځواکونو له خوا ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې وروستيو کې د هيواد په يوې سرحدي سيمه کې د تروريستانو د سپرلۍ څلور موټرونه د سرحدي ځواکونو له ډزو سره مخامخ شول چې له امله يې ٢٧ تنه پاکستانيان چې يو شميريې پوځيان دي او جنګي وسايل يې هم لرل؛ ونيول شول .
دغه کسان چې د پولې د اخوا په يوې ژبې خبرې کوي؛ له هغوى څخه يوه اندازه وسله، پوځي وسايط، د پاکستان د پوځي ادارې د هويت کارتونه، د تروريستي شبکې د هويت کارتونه او پاکستاني پاسپورتونه هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته