امنیت

اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دمرغومي شپاړلسمه :
امنيتي ځواکونو په تيروڅليرويشتو ساعتوکې د چاڼيزو عملياتو په بهير کې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د ننګرهار ،  لغمان ،کندز ، قندهار ، زابل ، غزني ، پکتيکا او دپکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې اووه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ يو تن يې ټپي او درې تنه نور يې ونيول  شول.
په دغوعملياتوکې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکي هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز  امنيتي ځواکونو  دقندهار  لوګر او دپکتيکا  د ولايتونو په مربوطاتو کې اووه ويشت ماينونه  کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته