کابل باختر دجوزاد مياشتې ٤ :
دبدخشان ولايت دپوليسو ٢٧ تنه سرتيري دسيمې دمشرانو په منځګړيتوب په پاى کې نن دوسله والو طالبانوله منګولو څخه آزاد شول.
دغه سرتيري څلور ورځې مخکې هغه وخت د وسله والو طالبانوله خوا اسيران شول چې يوې ډلې جګړه مارانو دبدخشان ولايت ديمګان په ولسوالۍ بريد وکړ او ددغې ولسوالۍ ودانۍ يې ونيوله .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان فضل الدين عيار دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سرتيري دسيمې دقومي مشرانو په منځګړيتوب د وسله والو طالبان له منګولو څخه آزاد شول .
عيار زياته کړه: لا تراوسه پورې دپنځو تنو نورو پوليسانو برخليک چې دطالبانو له
خوا اسيران شوي وو ؛ معلوم نه دى .
تراوسه پورې طالبانو په دې اړوند نظر نه دى څرګندکړى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ