جلال آباد باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د داعش د ډلې ٢٧ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو تېره شپه او نن سهار د روداتو، کوټ او د اچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
د ننګرهار دوالي وياندعطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې اووه ويشت تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: دغه داعشيان کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو، پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي په دغوبريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې د جنګي وسايلو درې ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې .
دغه ډيپوګانې د پچيراو اگام او د کوټ په ولسواليوکې د داعشيانو په پټنځيو کې ساتل کيدې .
د ننګرهار ولايت يو پوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډپيوګانو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
2 1 دقیقه لوستل