امنیت

اووه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

کابل/باختر/ د چنګاښ لومړۍ
د لوګر چارواکي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خوښۍ ولسوالۍ په باغکي کې د سیمه يیزو پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې له امله یې وسله والو طالبانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په نښته کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپيان شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته