اووه طالبان په کونړ کې ووژل شول
٥- کابل / دمرغومي ٢٦مه /باختر
اووه وسله وال طالبان کونړ کې د هوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
د رارسېدلوخبرونوله مخې ؛ دغه وسله وال طالبان تېره شپه په مرورې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پريوې پوستې بريد ته چمتو کېدل چې د هېواد هوايي ځواکونو اقدام وکړ او پر هغوي بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې هوايي بريد کې د وسله والوطالبانو د ډلې ٧ غړي ووژل شول .
وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ په کونړ کې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو يوه زېرمه کشف شوه.
دغه زېرمه د څوکۍ ولسوالۍ په يو پټنځي کې ساتل کېده .امنيتي ځواکونه وايي چې له دغې زېرمې څخه په لسګونو بمونه اوماينونه او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
ختم_ ج _ ا