اقتصاد

اووه سوه پنځوس پرمختیایي طرحې عملي شوې دي

-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٥مه
د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت په تېرو درېیو کلونوکې په ټول هېواد کې د ٧٥٠ پرمختیایي طرحو د تطبيقولو کار بشپړ کړی دی.
د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا وزارت ویاند فریدون آژند چې په دې باب يې د باختر آژانس له خبریال سره خبرې کولې، وویل: په دغو طرحوکې د ٥٠٠ کیلو متره سړک ترمیمول، د څو پلونو او پلګیو جوړول، د څه د پاسه یو میلیونه جریبه کرنيزې ځمکې خړوبول، د ښوونځیو جوړول او د څښاک اوبو زیرمې شاملې دي چې د هغو له ښېګڼو څخه څه دپاسه درې میلیونه تنه ګټه اخلي.
د هغه د څرګندونو له مخې: دغه طرحې د دغه وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې په ۳۴ ولایتونوکې تطبیقې شوې دي. دغه راز په ٣٤ولایتونوکې، د ولسی تړون د ملي پروګرام له لارې پر٧٥٠ نورې پراختیایي طرحې کار روان دى.
آژند زیاته کړه: د دغو طرحو ټول لګښت څه دپاسه دوه میلیونه افغانۍ اټکل شوې دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته