امنیت

اووه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوي کو کنار واړول شول

کندهار باخترد وري٢٩

د کندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې په څه دپاسه اووه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوى کو کنار اړول شوي دي

د کند هار ولايت له نشه يي تو کو سره د مبار زې پو ليسو د هغو معلوما تو له مخې چې نن يې باختر اژانس ته ورکړ  د کند هارولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې د کو کنارو د اړولو په پرو ګرام کې په څه دپاسه اووه سوه جريبه ځمکه کې کرل شوى کو کنار اړول شوي دي

 ددغو معلو ما تو له مخې : دغه پرو ګرام له دريو ورځو را په ديخوا په ژيړۍ ولسوالۍ کې پيل شوى اود سيمې د خلکو په همکاري عملي کيږي

 ديادونې وړده : د ژيړۍ ولسوالۍ د کند هار دلويديځ د هرات _ کند هار د لاري په ٣٠ کيلو متري واټن کې پرته ده اودميوند له ولسوالۍ وروسته دويمه ولسوالۍ ده چې زيات کوکنار پکې کرل کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته