کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
په کندز کې ديوې پروژې په پرانيستلو سره اووه زره جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شوه.
دغه پروژه دګاوکش دنهر بند دى چې ددغه ولايت دخان آباد په و لسوالۍ کې موقعيت لري اوپرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دکندز والي اسدالله عمرخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه بندد شهيد سردارمحمدداودخان دسترو پروژو يوه برخه وه چې کار په هغه وخت کې پيل شوى و خو دکورنيو جګړو له امله کاريې نه و بشپړ شوى او داروپا اتحاديې په مرسته په شپږو مياشتو کې جوړشوى دى.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ ددغې پروژې په پرانيستلو سره څه دپاسه اووه زره جريبه زراعتي ځمکه خړوبه شوه او په راتلوونکي کې به د بريښنا په توليد کې هم ورڅخه استفاده وشي.
په همدې حال کې دخان آباد ولسوالۍ يو شمير بزګران او خلک ددغه ستر بند د جوړولو له امله خوشحاله دي او دهغوي د اوبو دکمښت ستونزه لرې شوې ده.
دوى د پروژو د امنيت تامينولو په لاره کې له دولت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
1 1 دقیقه لوستل