امنیت

اووه ديرش ماينونه کشف شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
ملي پوليسو پرون د هيواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي دندو په بهير٣٧ماينونه کشف او د تروريستي پيښو مخه يې ونيوله.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ماينونه چې نوي د وسله والو طالبانو له خوا د قندهار ، ارزګان، فراه، هلمند او د ميدان وردګو د ولايتونو په مربوطاتوکې ښخ کړى شوي و؛ د پوليسو له خوا د امنيتي ګزمې په وخت کې کشف او شنډکړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته