امنیت

اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

-کابل باختر د وږي څلورمه :
دهېواد په شمال او شمال ختيځ کې اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په هغې خبرپاڼه کې چې دملي دفاع وزارت دمطبوعاتي دفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي چې دغه ډار اچوونکي دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې  چې دنويد – ١٥ په نامه ترسره شول  وژل شوي دي .
په خبرپاڼه کې يادونه شوې ده چې دغه عمليات دسرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ دتوپخانې ، مسجد سبز او د ګوجبا که  او دفارياب ولايت دغورماچ  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول او دطالبانو يوسيمه ئيز  قوماندان ملا غفور هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
دغه راز په دغو عملياتو کې دولس تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل او موټرسايکلونه هم له منځۀ وړل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته