امنیت

اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دزمري دولسمه : دکونړ ولايت په مربوطاتو کې پرون دامنيتي ځواکونوپه ګډو عملياتو کې ٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول . د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. د قهر سيلاب ٢ نمبر٦ تر نامه لاندې دغه ګډ محاربوي عمليات دکونړ ولايت داسمار او غازي اباد دولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو ، ملي پوليسو ، ملي امنيت په هلو ځلو او دهوايي قواو، توپچي قوتونو په ملاتړ د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ د ډاډمن امنيت او ددولتي واکمنۍ دتامينولو په موخه پرون سهار پيل شوي دي . ديوبل خبرله مخې، دلغمان ولايت داليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يولړ ګډ چاڼيز عمليات د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې لوا دکندک دپرسونل او دملي پوليسو دځواکونو له خوا ترسره شول چې له امله يې درې تنه دښمنان وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شو ي دي . دغه راز دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسايطو ضد يو ماين چې دمخالفانو له خوا ځاى پرځاى شوي و له چاودنې مخکې دڅلورمې پلې لوا دماين پاکولو دټيم له خوا کشف اوشنډ کړى شو . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته