امنیت

اووه تنه ډار اچوونکي د کندز او بغلان په ولايتونوکې ووژل شول

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
شپږ تنه ډار اچوونکي د کندز ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د خلکو د دښمنانو د ځپلو په موخه  په تيرو څلورويشتو ساعتوکې دکندز ولايت د قلعه ذال ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هېواد د دفاعي او امنيتي قوتونو د هوايي بريدونو له امله شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي؛ پنځه تنه نور ټپيان او د دښمن څلور موټر سايکلونه هم ويجاړ شوي دي.
دغه راز دبغلان ولايت په مرکز پلخمري پورې اړوند د قندهاري قشلاق په کلي کې د هېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې د خلکو يو دښمن وژل شوى او دوه تنه نوريې ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته