کابل باختردزمري دمياشتي ١٥ :
دپروان ولايت دملي امنيت درياست منسوبينو ددغه ولايت دجبل السراج په ولسوالۍ کې اووه تنه په ورانکارو عملونو کې دلاس لرلو په تور ونيول.
دپروان دوالي وياندې روشاخالد دباختراژانس ته وويل تيره شپه دپروان ولايت دملي امنيت دچټک غبرګون ځواکونو ددولت دوسله والو مخالفينو دنيولو په مقصد دجبل السراج ولسوالۍ په ميانه ګذر کلي کې عمليات ترسره کړل چې له امله يي اووه تنه وسله وال ترورستان ونيول شول خو قوماندان يي په تيښتي بريالي شو.
له بده مرغه په دغو عملياتو کې دچټک غبرګون يو منسوب ووژل شو اويوتن بل يې ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه له نيول شويو کسانو څخه له لسو ماينونوسره يي يو آر پي جي توغندي ، يوه اندازه پوځي جامي او نور تجهيزات ترلاسه شوي دي.