اووه تنه پاکستاني پوځيان دپکتيا په سرحدي سيمه کې ووژل شول .

-کابل باختر د وري  اتمه :
اووه تنه پاکستاني پوځيان پرون دپکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې  دافغانستان له سرحدي ځواکونوسره په جګړه کې  ووژل شول .
دبآختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دپکتيا امنيتي خبرځايونو رسنيو ته ويلي دي په دې جګړه کې اووه تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول او دهېواد يوسرحدي سرتيرى ټپي شو .
امنيتي خبرځايونو وويل جګړه له هغه وروسته  پيل شوه چې پاکستاني  ځواکونو دافغانستان په خاورې د درندو وسلو ډزو ته دوام ورکړ او دسيمې خلکو ته زيات مالي زيان واړول .  دبهرنيو چارو وزارت ددغو  بريدونو په اعتراض کې پرون په کابل کې  دپاکستان سفارت  شارژدافير  احضار کړ او دپاکستان له حکومت څخه يې وغوښتل چې په افغانستان  حاورې  راکټي بريدونوڅخه ډډه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته