اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول
کابل –باختر دتلې ١٨
اووه تنه وسله وال مخالفين په فراه ولايت کې ووژل شول.
دغه کسان په تيرو څلورو ويشتو ساعتوکې ددغه ولايت په بالابولوک ولسوالۍ کې دملي اردو له ځواکونو سره په نښتوکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دغه راز په دغو عملياتوکې نهه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې دملي اردو ځواکونو يوولس تنه له طالبانو سره همکاري په تور دقندهار په ژيړۍ دپکتيکا ځاځى اريوب په ولسواليوکې نيولي دي .
په خپرپاڼه کې ويل شوې دي: له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوى دى.