امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان په کندزکې ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
اووه تنه وسله طالبان تېره شپه په کندز ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه د کندز په چار درې ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د پوليسو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د پوليسو د مقاومت له امله اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
ويل کيږي د جګړې په بهيرکې دپوليسو دوه تنه افسران او يو ملکي وګړى هم شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته